اسلام آباد۔13نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سینیټر شبلی فراز خپل ټویټ كښې وئيلي دي د وزير اعظم دوره به د بلوچستان اولس لپاره د خوشحالۍ زيرے ثابت شي٬ د بلوچستان ترقي به د هيواد ترقي وي۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د وزیراعظم عمران خان د بلوچستان دورې په اړه خپل يو ټويټ كښې ووئېل معاشی او سماجی ودې سره به د صوبي د اولس د محرومۍ احساس لرې شي٬ د ترقۍ موقع به ټول اولس ته يو برابر وركړے كېږي چې ورسره به د ترقۍ يو نوے دور پېل شي۔