سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره پاكستان كښې د مصر سفير طارق محمد دهرګ ملاقات

image

پېنډې 20 نومبر (اے پي پي) سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په پاكستان كښې د مصر سفير طارق محمد دهرګ ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو، سيمه ايزه سلامتيا او د دفاع او سلامتيا په ټولو څانګو كښې په مرسته خبرې شوي. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل افتخار بابر د ټويټ له مخې د ملاقات په مهال د پاك پوځ مشر ووئيل پاكستان او مصر غوره شريكې اړيكې لري. ده په ټولو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته زياتولو زور راوړو . معزز مېلمه سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د هڅو ستائنه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں