اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان د او آئی سی باني غړي په حېث د مسلمانانو د يوازنې او څرګند غږ په توګه دې تنظيم له ډېر اهميت وركوي۔ ده دا خبره د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 47 مې غونډې په مهال ده د زيارت په ورځ د او آئي سي سېكرټري جنرل ډاكټر يوسف السليم سره ملاقات كښې وكړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال د اسلامو فوبيا ٬ شخړيز كشمير او د فلسطين په شمول د كووېډ-19 په صورتحال كښې مسلمانانو ته په پېښو چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير شخړيز كشمير كښې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو په وضعه او مقبوضه وادۍ كښې د آبادياتي ډھانچې بدلولو په اقداماتو سېكرټري جنرل د پاكستان د ا ندېښنو نه خبر كړو كومې چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د څلورم جنېواد كنونشن په شمول د نړيوال قوانين سختې خلاف ورزۍ دي۔ خارجه وزير سبېكرټري جنرل د 47 مې غونډې څخه د اسلامو فوبيا په حقله د قرارداد منظورولو لپاره د پاكستان د ګامونو نه هم خبر كړو۔ دغسې سېكرټري جنرل د باني او فعاله غړي په حېث د پاكستان كردار وستائلو او د كشمير په شخړه ئې د او آئي سي د اړخه ملاتړ كولو له د خپل لوظ پخلے وكړو۔ ده ووئيل د جمو وكشمير په حقله زمونږ خاص استازي سږ كال په پېل كښې د پاكستان او د آزاد جمو وكشمير دوره كړې۔ ده ووئيل د خاص استازي رپورټ به سي اېف اېم غونډې ته وړاندې كولې شي۔ دغسې ده د اسلاموفوبيا په حقله هم خارجه وزير د خپلو خيالاتو نه خبر كړو۔ ده ووئيل د او آئي سي د اسلامو فوبيا په حقله تازه رپورټ به هم سي اېف اېم غونډې ته وړاندې كولې شي۔ په دې مهال د جمو وكشمير په حقله د سېكرتري جنرل استازې يوسف الدوزې خارجه سېكرټري سهېل محمود او نور چارواكي هم موجود وو۔