وزيراعظم عمران خان د كورونا په وړومبې چپه كښې د اولس ژوند او روزګار مقدم ساتلو سره كاميابه حكمت عملي خپله كړې وه او نړۍ د دې ستائنه كوي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز ټويټ

image

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې د كورونا د دوهمې چپې شدت زيات شوے، په مثبت كېسونو كښې اضافه كېږي، وزيراعظم عمران خان د كورونا په وړومبې چپه كښې د اولس ژوند او روزګار مقدم ساتلو سره كاميابه حكمت عملي خپله كړې وه او نړۍ د دې ستائنه كوي. د زيارت په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل چې حكومت د كورونا د دوهمې چپې مخ نيوي لپاره موثر اقدامات كوي. ده اولس ته خواست وكړو چې د كورونا وبا دوهمه چپه په نظر كښې ساتلو سره دې په اېس او پيز په سختې سره عمل وكړي، احتياط دې وكړے شي چې دغسې د اولس صحت او روزګار ونه ځپل شي.

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں