ملتان 05 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان تحريك انصاف وروست او كرپټ نظام ختم كړے، پي ډي اېم د هېواد پرمختګ او بدلون نه شي زغملې، په پي ډي اېم كښې شامل سياسدانان په اصل كښې د هېواد د پرمختګ دښمنان دي، د انسانانو ژوند سره لوبې كوونكي د اولس خېر خواه نه دي، حكومت به د غونډو په سبب نه ځي، حكومت به خپله موده پوره كوي، راتلونكې وخت هم د تحريك انصاف دے. ده دا خبرې په ملتان كښې د ده په درنښت كښې جوړې شوې يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې بايد پيپلز ګوند او ن ليګ د خپل مقبوليت اندازه د ګلګت بلتستان د ټاكنو نه ولګوي، د هغه ځائ اولس د پي پي او ن ليګ غونډو كولو سره هم دواړه ګوندونه رد كړي دي. ده ووئيل چې په پي ډي اېم كښې شامل ګوندونه په هېواد كښې ګډوډي غواړي او د غېر ملكي طاقتونو په اشارو چلېږي، دوي د هېواد او اولس كومه پروا نه لري. ده ووئيل چې د اسلامو فوبيا رجحانات اسلامي امت لپاره د فكر لمحه ده او دې لپاره به اسلامي امت ته يو موټې كېدو سره بيانيه خپلول وي.