اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې د مريم صفدر لخوا په لاهور كښې شوے بې ربط تقرير د هغې د ذهني بدحالې او نادارې غمازي كوي. د اتوار په ورځ د مريم نواز په وېنا تبصره كولو سره ده ووئيل چې هغه د هغې كورنې د دوهم نسل ترجماني كوي كومې چې تل د دې هېواد استحصال كړے او ډېر بد ئې لوټ كړے، د دوي ايمان صرف پېسه ده او دوي تل يوازې پېسې ته عزت وركړے او په دې وجه زلت او رسوائي تل د دوي په مقدر كښې راغلې. وفاقي وزير ووئيل چې اولس ته واضحه شوې چې دا د دوي ذاتي جګړه ده كومې لپاره چې دوي غريب اولس بې وقوف جوړوي خو په سياست كښې د دوي د بيانيې اوس كوم ځائ نشته. د دوي په خپل كنونشن كښې د ګو نواز ګو نعرې ولګېدې، د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې هم د دوي ګوند رسوا شو او كه په دې كورنۍ كښې لږ كم عزت نفس و نو سياست به ئې پرېښې و. شبلي فراز ووئيل چې اولس لپاره اوس په دې كښې كوم شك پاتې نه شو چې مريم صفدر د فرسټرېشن او ډپرېشن هغې انتها ته رسېدلې چرته چې هغه په څه نه پوهېږي.وفاقي وزير ووئيل چې په هېواد كښې كورونا اېمرجنسي نافذ ده او ورځ تر بله كېسونه زياتېږي. كوم باضمير او د اولس درد لرونكې سياسي ليډر سوچ هم نه شي كولې چې نن په كوم ډول د كورونا په ضد كېدونكو هڅو ته زيان رسول شوے او په نړيواله كچه د ټوقو سبب ګرځېدلې، هغه د غندنې وړ دے. ده ووئيل چې څومره په تندې سره چې كورونا خپرېږي، دې سره په روغتونونو ډېر فشار راغلې او په مونږ د ټولو څانګو او مكتب فكر لخوا پرله پسې فشار دے چې حكومت دې د غريب اولس ژوند بچ كولو لپاره د دې ډول ناعاقبت اندېشن سياستدانانو په ضد كارروائي وكړي.