د وفاقي وزير پير نور الحق قادري وحدت هاؤس كښې د پير سفېد شاه په مړينه غمرازي

image

پېښور ۔8 دسمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وحدت هاؤس ته لاړو چرته چې هغه د پير سفېد شاه په مړينه غمرازي وكړه۔ وفاقي وزير په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د صدارتي تمغه حسن كاركردګي ٬ تمغه امتياز ٬ د پښتو نړيوال كنفرنس لخوا د بابائے صحافت خطاب ترلاسه كېدل او د اېن پي اېن اېس لائف ټائم اچيومنټ ايوارد حقدار ګرځېدل د ارواښاد پير سفېد شاه په صحافت كښې د غوره كاركردګۍ عكاسي كوي۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں