نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې

image

د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 2963 كېسونه رامخې ته شول٬
60 نور رنځوران مړه شول ٬ تر ټولو زيات كسان پنجاب او بيا سندھ كښې مړه شول٬ د اېكټو كېسونو شمېره 45 زره 324 ته ورسېده
اسلام آباد۔07 دسمبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائرس 2963 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله60 رنځوران مړه شوي۔ تر ټولو زيات كسان پنجاب او بيا سندھ كښې مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 38 زره 92 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وباﺀ نه ګرد هېواد كښې 3 لکه 72 زره 271 كسان ښه شوي۔ بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړو بېډز 348 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 45324 او د ځپليو 4 لکه 26 زره 142 ته رسېدلې ۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 8 زره 547 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه د كورونا وائرس 58 لکه 65 زره 944 ټېسټونه شوي۔دغسې د كورونا درملنو له خاص كړو د ګرد هېواد 613 روغتونونو كښې 3030 رنځوران داخل دي۔

مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں