اسلام آباد 15 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلي فراز وئيلي دي پاکستان تحریك انصاف 126 ورځې تر ټولو اوږده دهرنا كړې وه ، لانګ مارچ او لوئې لوئې جلسې مونږ كړې،كه پی ډی اېم سره كسان نه وي مونږ ته دې اووائي ورله به كسان وليږو۔ د نهې په ورځ د پریس کنفرنس په مهال د پی ډی اېم په جلسه تبصرہ کولو سره وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل پی ټی آئی دھرنې ، لانګ مارچ او لوئې جلسې كونكے يواځنے ګوند دے، پی ډی اېم سره كه كسان نه وي مونږ ته دې اووائي ورله به كسان وليږو ۔ده ووئېل اپوزیشن دې استعفی وركړي يا دې اسلام آباد ته راشي مونږ هيڅ فکر نه لرو، مونږ هيله لرله چې نواز شریف به هېواد ته د راتللو اعلان وكړي او پخپله راتللو به د پارلمان غړو استعفګانې جمع کړي