د وزيراعظم د كرپټ لارښودو يو كېدو پېشګوئي ريښتيا شوه۔ سېنېټر شهزاد وسيم

image

اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د كرپټ سياسي لارښودو د يو ځائې كېدو پېشګوئي ريښتيا ثابت شوې ده۔ د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې هغه ووئيل چې وزيراعظم عمران خان دا وئيلي وو چې قام به وويني چې زرداري او نواز شريف به يو ځائې شي ولې چې د دوئي ګټې يو ډول دي۔ او دا ځكه چې پي ټي آئي څنګه احتساب كول غواړي دوئي ئې زغملې نه شي۔ ډاكټر وسيم شهزاد ووئيل چې كرپټ لارښود دې بې شكه يو ځائې شي ولې دوئي ته به اېن آر او وركولې نه شي۔

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں