اولس اپوزيشن سره د بيانيې مسترد كړو۔ په جلا جلا اړخونو تلونكي يو منزل ته نشي رسېدلے ۔ نه آر شول نه پار شول بلكې خوار شول ۔ د اطلاعات وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ټويټ

image

اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي پي ډي اېم ګوندونه نه آر شول نه پار شول بلكې خوار شول۔ د لاهور اولسي غونډه يوه فلاپ شو وه۔ د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښی هغه ووئيل اولس اپوزيشن سره د بيانيې مسترد كړو ۔ د لاهور او د پنجاب وګړو د نه شاملېدو له امله د پي ډي اېم لارښودو په مخونو ګرد الوتلے ؤ۔ هغه ووئيل څوك چې جلا جلا اړخونه لري د هغوي منزل يو كېدے نه شي۔ هغه ووئيل د ګوجرانواله په اولسي غونډه كښې د پاك پوځ په ضد سپكې خبرې وشوې ٬ د كراچۍ په اولسي غونډه كښی د قائداعظم د مزار سپكاوې وكړے شو٬ د كوئتې په اولسي غونډه كښې د پاكستان ټكړې كولو پېغام وركړے شو او لاهور كښې لاهوريانو ته غدار وئيلے شؤل۔

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں