وزیراعظم عمران خان سره د ډاکټر ثانیه نشتر او د نړيوال بېنك کنټری ډائرېکټر و ناجے بېنحاسائین ملاقات

image

اسلام آباد۔ 14دسمبر(اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان سره د تخفيف غربت او سماجي تحفظ خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر او د ورلډ بېنك كنټري ډائرېكټر ناجے بینحاسائین ملاقات كړے۔ ملاقات كښې وزيراعظم د نړيوال بېنك لخوا د احساس پروګرام مرستې يو په دوه كولو په اړه خبر كړے شو چې ورسره به د دې پروګرام د لارې د لا زياتو مستحقينو سماجي تحفظ باوري كړے شي۔ د نړيوال بېنك كنټري ډائرېكټر احساس پروګرام د سماجی تحفظ فلېګ شپ پروګرام په توګه دا نورو هېوادونو لپاره د تقليد وړ وګرځولو او د وزیرِاعظم خصوصي مرستيالې ثانيه نشتر ته د احساس پروګرام پراختيا له د بشپړه تګلارې وضعه كولو سپارښتنه ئې وكړه۔ مسټر ناجے بېنحاسائین د وزیرِ اعظم د موسمياتي بدلون په اړه پورته كړې ګامونه هم وستائل۔(

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں