اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د خصوصي اقتصادي زونز په بابله د بورډ آف اپروولز اوومه غونډه د ګل په ورځ اسلام آباد كښې وشوه۔ غونډه كښې د خزانې او ريونيو وفاقي وزير ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، د صنعت او پېداوار وفاقی وزیر حماد اظهر، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز، د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د پنجاب وزيراعلی سردار عثمان بزدار، د خېبرپختونخوا وزيراعلی محمود خان، د سندھ او بلوچستان چیف سېکرټریز، د سرمايه كاري بورډ چیئرمېن ٬ د اېف بي آر چیئرمېن او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د ګلګت بلتستان وزيراعلی او د سټېټ بېنك ډپټي ګورنر د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو۔ غونډې ته ووئيل شول ګرد هېواد كښې د 19 خصوصی اقتصادي زونز نوټیفکېشن جاري شوے۔ بورډ د خصوصي اقتصادی زونز انټرپرائز اېډمېشن و سېل/لیز آف پلاټ ریګولېشنز 2020ء منظوري هم وركړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل صنعتي پرمختګ اقصتادي پرمختګ له ضروري دے۔ هغه ووئيل حكومت سرمايه كارو ته كاروبار كښې د آسانيو وركولو عزم لري۔ وزیراعظم ووئيل خصوصي اقتصادي زونز كښې د اقتصادي هلو ځلو سره به ځائي هنرمندو او غېر هنرمنده افرادي قوت لپاره د روزګار موقعې زياتې شي۔دغسې وزیراعظم خصوصی اقتصادی زونز كښې په ترجيحي بنيادونو د برېښنا او ګېس په شمول د يوټېلېټي خذماتو د وركرې سپارښتنه وكړه