اسلام آباد 17دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي امن او امان راوستلو كښې پولیس د وړومبي صف كردار ترسره كوي،د اسلام آباد په تھاڼو كښې به وګړو ته عزت وركړے كيږي، د څو ناكو نه علاوه به ټولې ناكې ختمولې شي، د پولیس تنخاګانې به زياتولې شي، اكاموډیشن لپاره به ځاے وركولے شي،شو آف هینډز د لارې د سېنېټ ټاكنو كښې به د ټګۍ او ووټ خرڅولو مسئله حل شي۔ د زيارت په ورځ د پولیس لائنز دورې په موقع ميډيا سره خپلو خبرو كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل وزیراعظم له د اسلام آباد پولیس پاسنګ آؤټ دستوره كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوې۔ د اسلام آباد پولیس تنخا كمه ده، تنخا او مراعات به زياتولے شي۔ پولیس له د اكاموډیشن لپاره به ځاے وركولې شي۔د 800 كناله زمكې وركولو تجویز لرو۔ اسلام آباد كښې جرمونه 30 فیصده كم شوي ۔ده ووئېل وفاقی پايه تخت به سېف سټی جوړولے شي۔ ده د پوليس شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل فرانزك لیب به هم جوړوو او سرینا، مارګله او میریټ نه علاوه ټولې ناكې به ختمولې شي، پولیس له پټرولنګ لپاره به نور ګاړې وركولې شي۔د كورنيو چارو وزير ووئېل كه سپریم كورټ اجازه وركړه نو د سېنېټ ټاكنې به د شو آف هینډ د لارې كولې شي۔دې سره به د ووټونو د خرڅولو او ټګي خاتمه اوشي او شفافیت به راشي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سبا به د نادرا دوره كوم او داسې نظام به جوړولے شي چې د پاكستان پاسپورټ او د شناختی كارډ به عزت وي، په نورو هېوادونو كښې د پاكستانو بنديوانو مسئله به هم حل كولې شي۔ده ووئيل د اسلام آباد ټریفك پولیس كاركردګۍ څخه مطمئن يو۔ دې څخه وړاندې د كورنيو چارو وزير شیخ رشید احمد پولیس لائنز هیډكواټرز ته په رسيدو هغه د شهيدانو په یاد ګار د كلونو څادر وغوړولو او شهيدانو لپاره ئې فاتحه خوانی وكړه۔د كورنيو چارو وزارت ذمه وارۍ په سنبھالولو دا د وفاقی وزیر د پولیس لائن هیډكوارټر وړومبنۍ دوره وه۔دغسې د اسلام آباد آئی جی محمد عامر ذوالفقار خان د كورنيو چارو وزير شیخ رشید احمد له اسلام آباد پولیس په كاركردګۍ او امن صورتحال په اړه بریفنګ وركړو۔ د كورنيو چارو سيكرټري یوسف نسیم كھوكھر هم په بریفنګ كښې موجود