د كرونا ورومبنۍ چپې په مهال د وزيراعظم په وخت او دانشمندانه اقداماتو په سبب پاكستان د لوي ځاني زيان نه بچ شوے ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز

image
APP46-151220 ISLAMABAD: December 15 - Senator Shibli Faraz, Federal Minister for Information and Broadcasting briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet Meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 17 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز وئيلي دي د كرونا په ورومبنۍ چپه كښې د وزيراعظم په وخت او دانشمندانه اقداماتو په سبب پاكستان د لوي ځاني زيان نه بچ شوے٬ د كرونا په دويمه چپه كښې د مخالفې ډلې د سياسي هلو ځلو په سبب كرونا په تندۍ سره خپرېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اېس ډي پي آئي تر سېوري لاندې د “كووېډ-19 په وبائې صورتحال كښې د جامع پرمختګ ” په سرخط 23م د جامع پرمختګ كنفرنس ته د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان د سمارټ لاك داٶن پاليسۍ نړۍ ستائنه كوي۔ ده ووئيل كرونا وائرس كوم مذهب يا يو هېواد نه ټوله نړۍ ځپلې ده ، مونږ په نړۍ كښې د وائرس ځپلي انسانيت مناظر وينو او د نړۍ لويه برخه دې وباء ځپلې ده ۔ ده ووئيل د اېن سي او سي د سمو شمېرو د لارې اولس ته معلومات وركوٶ۔۔ ده ووئيل د اېس ډي پي آئي لخوا نړيوال كنفرنس د دې وباء مخنيوي لپاره لوي اقدام دے

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں