د معاشي سفارت کارۍ د لارې نړۍ سره د معاشي مرستې لاره هواروٶ۔ شاه محمود قريشي

image

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د معاشي سفارت کارۍ د لارې نړۍ سره د معاشي مرستې لاره هواروٶ۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل پاکستان په منطقه كښئ امن غواړي٬ افغان امن عمل په تندۍ سره په مخ په وړاندې روان دے او پاكستان پكښې د سهولت كار كردار لوبوي٬ كه زمونږ پام لوديزې پولې پلو زياتېږي نو دې سره په افغانستان كښې د امن هلو ځلو ته د زيان رسېدو اندېښنه ده چې ذمه واري به ئې يقيناً د هند وي ٬ مونږ خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره نړيواله ورورولي خبر كړې چې مونږ داسې كوټلي شواهد لرو چې هند په څه بهانه فالس فلېګ آپرېشن كولے شي٬ مونږ نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه كوٶ چې په سمدستي توګه خپله ذمه واري ترسره كړي۔ ده ووئيل په افغانستان كښئ امن څخه به ټوله منطقه مستفيد شي٬ نن په افغانستان كښې امن لپاره د پاکستان د روغې جوړې د هلو ځلو ستائنه كېږي٬ افغانستان كښې صورتحال ښه كېدو سره به سيمه ايز روابط وده ومومي٬ افغان امن عمل کاميابۍ سره به نه يوزې امن راشي بلكې د پاكستان پشمول ټوله منطقه كښئ به د معاشي استحكام نوې لارې پرانستلې شي۔ ده ووئيل په لويدېزه پوله د ازغن تار ذمه واري هم په هند عائد كېږي٬ د 5م اګست 2019 يو اړخيزه اقدامات هم هند كري چې په سبب ئې كشميريان او قيادت سخت پرېشانه دي٬ اقليتونو لپاره هند امتيازي قوانين جوړ كړي۔ ده ووئيل د اي يو ډس انفولېب، انډيا کرانيکلز رپورټ ستاسو په وړاندې دے ۔ ده ووئيل مونږ د معاشي سفارت کارۍ د لارې نړۍ سره د معاشي مرستې لاره هواروٶ او هند د ناوړه هڅو د لارې امن خرابوي٬ ده ووئيل مونږ سفارت خانو ته هم امر كړے چې ھغوي نوې اطلاعات د نړۍ په وړاندې كېښږدي٬ تھنك ټينکس سره دې شيئر كړې شي دغسې چې نړۍ په ښه ډول خبر شي چې هند څنګه په مقبوضه جمو و كشمير او د هند دننه بنيادي حقونه سلب كوي او شخصي آزادۍ ختمولو سره په مذهبي آزادۍ قدغن لګوي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں