وزيراعظم عمران خان د پیټروليم منصوعات بيعه كښې د لږې اضافې كولو منظوري وركړه

image

اسلام آباد۔31 دسمبر(اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان اولس ته د ريليف وركولو تر مخه د اوګرا د سفارشاتو په ضد د پیټروليم منصوعاتو بيعه كښې د لږې اضافې كولو منظوري وركړې۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري اعلاميې له مخې د اوګرا لخوا د پټرول بيعه د لېټر په سر 10.68 روپغ او د ډيزل بيعه د 8.37 روپۍ زياتولو سفارش شوے ؤ۔ اولس ته د ريليف وركولو په غرض حكومت د پېټرول بيعه د لېټر په سر 2.31 روپې او د ډيزل بيعه 1.80 روپۍ د زياتولو منظور وركړې ده۔ دغسې د اوګرا لخوا د خاورو تېل د لېټر په سر 10.92 روپۍ او د لائټ ډيزل بيعه 14.87 روپۍ د زياتولو وړاندېزېز وركړے شوے ؤ خو حكومت د خاورو تېلو بيعه 3.36 روپۍ او د لائټ ډيزل بيعه 3.95 روپۍ د زياتولو منظوري وركړې ده۔

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں