اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د روسيې د كورنيو چارو وزير ولادي مير كولوكل ټيو لخوا په نيكو هيلو مننه كړی او وئېلې يې دي چې هغه د پاكستان او روسيې ترمينځه اړيكې زياتول غواړي۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د روسيې د كورنيو چارو وزير په نوم په ځوابي مراسله كښې د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې هغه د روسيې د كورنيو چارو وزير لخوا د نيكو هيلو په څرګندونه د هغه مننه كوي۔د روسيې د كورنيو چارو وزير د روسيې د سفارت د لارې په خاص مراسله كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ته د كورنيو چارو په وزير جوړېدو مباركي وركړی وه او هغه لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه كړی وه