د مسلم ليګ(ن)سره تعلق لرونكو 36 كسانو څخه 24 اربه روپۍ ريكوري شوې٬د مسلم ليګ(ن)مشرانو سياسي اثر و رسوخ كارولو سره پھ سركاري وسيلو قبضه كړې او قامي خزانه يې لوټ كړې۔د بېرسټر شهزاد اكبر خبري كنفرنس

image
APP08-310121 ISLAMABAD: January 31 - Mirza Shahzad Akbar, Adviser to PM on Interior and Accountability addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو صلاحكار بېرسټر شهزاد اكبر وئېلي دي چې په پنجاب كښې د سياست پھ نامه د قومي دولت لوټ كونكو قبضه ګرو ډلو څخه د 200 اربه روپو نه په زياته وصولۍ كښې د مسلم ليګ(ن)سره تعلق لرونكو 36 كسانو څخه 24 اربه روپۍ ريكوري شوې٬د مسلم ليګ(ن)مشرانو خرم دستګير٬جاوېد هاشمي٬جاوېد لطيف٬سېف الله كهوكهر٬خواجه آصف٬چوهدري تنوير او د دانيال عزيز پشمول 36 مشرانو سياسي اثر و رسوخ كارولو سره پھ سركاري وسيلو قبضه كړې او قامي خزانه يې لوټ كړې٬نواز شريف د چهانګا مانګا سياست ته وده وركړی۔ده دا خبرې د اتوار پھ ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل چې په پنجاب كښې د قبضه ګرو ډلو څخه د 200 اربه روپو نه دزيات ماليت زمكه بېرته ترلاسه كړی شوې۔په دې كښې مسلم ليګ(ن)سره د تعلق لرونكو 36 كسانو څخه د 24 اربه روپو ماليت 8 زره 85 ايكړه زمكه بېرته ترلاسه كړې شوې۔ده ووئيل چې د محمد افضل كهوكهر او نورو څخه 1025 كناله زمكه ترلاسه كړې شوې چې ماليت يې 70.78 ملين روپۍ جوړیږي۔د وزيراعظم صلاحكار د خبري كنفرنس پھ مهال د مسلم ليګ(ن)د هغو ټولو كسانو ذكر وكړو د كومو څخه چې قبضه كړی شوې زمكې بېرته ترلاسه كړی شوي دي۔ده ووئيل چې سياست ته د نواز شريف راتللو نه مخكښې په هېواد كښې د نظرياتو او اقدارو سياست و٬هغه د جنرال جېلاني د لارې سياست ته راغلو۔ده په سياست كښې پيسه او قبضه مافيا ته وده وركړه۔د چهانګا مانګا سياست يې وكړو۔ده ووئيل چې د مسلم ليګ(ن)مشرانو ذاتي ګټو لپاره سركاري وسيلې لوټ كړې دي۔دوي د مافيا پشان لوټ مار كوي ځكه سترې محكمې دوي لپاره د سيسليئن مافيا لفظ استعمال كړی۔ده ووئيل چې اپوزېشن د انتقام شور كوي٬مونږ د غلو څخه لوټ كړې شوې سركاري وسيلې د بېرته اخستلو هڅې كوو او دوي د خپل لوټ كړي دولت بچ كولو جړاګانې كوي۔ده ووئيل چې وصول شوې دا رقم به د اولس پھ خېرښېګړه خرڅ كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د رياست په زمكه چې چا هم قبضه كړی هغه به بېرته ترلاسه كولې شي۔په دې عمل كښې د شاملو سركاري ملازمينو په ضد هم كاروائي كولې شي

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں