په سندھ كښې د ځايې حكومتونو نظام د آئين د روح له مخې نه دې۔وفاقي وزير اسد عمر

image
APP37-310121 KARACHI: January 31 - Federal Minister for Planning, Development, Reforms and Special Initiatives Asad Umar addressing at the inauguration ceremony of PTI office at Shah Faisal Colony. APP Photo by M Saeed Qureshi

كراچۍ 31 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي چې په سندھ كښې د ځايې حكومتونو نظام د آئين د روح له مخې نه دې٬د آئين له مخې ځايې حكومت سره به مالي انتظامي او سياسي اختيار وي٬په سندھ كښې پھ دې وخت كښې چې كوم نظام جوړ شوې نه هغه په مالي توګه نه په سياسي او نه په انتظامي توګه اختيار لري۔ټولې صوبې د وفاق څخه پرمختيائي چارو لپاره مرسته غواړي خو د سنده حكومت د وفاق لخوا په كېدونكو كارونو كښې خنډ پېدا كوي٬كه تاسو كار نه كوئۍ نو چاته خو كول دي٬كه تاسو كراچۍ خپله نھ ګڼۍ نو مونږ خو كراچۍ خپله ګڼو۔ده دا خبرې پھ حلقه پي اېس 98 شاه فيصل كالونۍ كښې د پي ټي آئي سېكرټرېټ پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دستوره كښې د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ غړو٬د پي ټي آئي مشرانو٬كاركنانو او د سيمې اولس په لويه شمېره ګډون وكړو۔په دې موقع وفاقي وزير د ګوند د سېكرټرېټ پرانسته وكړه۔وفاقي وزير په دې موقع په خپله وېنا كښې ووئيل چې د اولس نه غوره احتساب څوك نه شي كولې۔ده ووئيل چې د ځايې حكومتونو ټاكنې به سږ كال كېږي او ټاكنې به د نوي نظام له مخې كېږي٬خلك به اختيار ولري٬دوي سره به وسيلې وي

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں