اسلام آباد۔1فروری (اے پی پی) صدر ډاكټرعارف علوي سټېټ بېنك آف پاكستان ته وئيلي دي د جعلي كالز د لارې د خلقو لوټ كوؤنكو په ضد سختې كارروائۍ له پالېسي وضع كړئ۔د ګل په ورځ صدر امريكا كښې د جعلي كالز د لارې د مالي زيان رسولو مخ په زياتېدونكو پېښو د نيويارك ټائمز آرټيكل په ټويټر شيئر كولو سره وئيلي دي پاکستان كښې محتسب سېكرټرېټ ته د جعلي كالز د لارې خلق د خپلو پېسو نه محروم كولو په حقله د زرګونو په شمېر شكايتونه ترلاسه شوي۔ آرټيكل كښې د اېف بي آئي رپورټ حواله وركړې شوې چې له مخې ئې په كال 2019 كښې امريكائي وګرو نه د لوټ كړي رقم حجم تر 3 اربه 50 کروړه رسېدلے ؤ كوم چې كال 2017 كښې يو ارب 40 كروړه روپۍ ؤ ۔ هغه ووئيل د سروے له مخې 56 ملينه امريكانيان ځپلې شوي او هغوي نه 10 اربه ډالره لوټ كړې شوي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل په پراخا كچه د انټرنېټ بېنكنګ كارونكو ټولنو په بابله دا شمېرې حېرانونكې دي۔ محتسب سېکرټرېټ ته داسې كالونه د زرګونو په شمېر ترلاسه كېږي كوم كښې چې بې وزله خلق د خپلو پېسو نه محروم كړې شوي۔ هغه سټېټ بېنك ته امر وكړو اولس خبرولو له فعاله پالېسي وضعه كړئ۔ آرټیکل كښې د يو ځپلي وګړي حواله وركولو سره وئيلي شوي د هند ښار كلكته د داسې فراډز مركز دے۔ مصنف نوې ډيلي ٬ حېدر آباد او د هند د نورو ښارونو وګړو سره د ټېكنالوجۍ د لارې شوي او دا ډول نور فراډونه په ګوته كړې دي۔