اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل د سائنس او ټېكنالوجې په وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په كوهاټ كښې د بلدتياتي ټاكنو په مهال د نامعلومو وسله والو د بريد سخته غندنه كړې. په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل چې شكر دے، وفاقي وزير شبلي فراز په بريد كښې بچ شوے، د ژوبل شوي ډرائيور زر روغتيا لپاره دعا كوو. هغې ووئيل چې د دې بزدلانه بريد غندنه كوم.