د ماليزيا خارجه وزير داتو سېف الدين عبداللہ د رفاہ انټرنېشنل پوهنتون په پېنل مباحثه كښې ګډون وكړو

image

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د ماليزيا خارجه وزير داتو سېف الدين عبداللہ د رفاہ انټرنېشنل پوهنتون په بلنه د فېكلټي آف پبلك پاليسۍ په پېنل مباحثه كښې د كليدي مقرر په توګه ګډون كړے۔ په دې موقع د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر انيس احمد د ګران مېلمه تود هركلے وكړو او يو بل سره په سوله د پاتې كېدو په بېلا بېلو اړخونو ئې رڼا اچولو سره د مركزي مېلمه په مباحثه كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔ ده د او آئي سي د خارجه وزيرانو 17مې غونډې د نورو مصروفياتو نه وخت وباسلو سره په دې دستوره كښې په ګډون كولو د ګران مېلمه مننه هم وكړه ۔ په دې موقع داتو سېف الدين ووئيل ماليزيا عمر له د قامونو٬ عقيدو او كلتورونو ترمېنځه يو بل سره په سوله پاتې كېدو ته وده وركولو لپاره په ټولو ستړو او اقداماتو پوخ باور لرلې او زمونږ هېواد د کثير الثقافت، کثير نسل او کثير مذاهب هېواد دے۔ ده د دې خبرې پخلې وكړو چې او آئي سي او د ملګرو ملتونو د غړي هېوادونو په توګه مونږ له ګرده نړۍ كښې په سمدستي توګه د شخړو او د بشري ستونزو خاتمې ته پاملرنه كولو ته اړتيا ده۔ د ماليزيا خارجه وزير د دې خبرې هم پخلې وكړو چې پاكستان او ماليزيا دوه وروڼه هېوادونه دي چې ترمېنځه ئې قوي او پائيدار روابط دي او دا د ګرمجوشۍ٬ دوستۍ او په شريك باور اډانه دي۔ په مباحثه كښې يو شمېر نورو شخصياتو هم وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں