پخوانو حكومتونو هېواد په قرضونو كښې ډوب كړے ٬ 55 اربه ډالره قرض بېرته ستنول دي٬ځينې عناصر په عمران خان تنقيد سره خپل قد لوړوي٬ د جے يو آئي غوندې ګوندونه د پي ټي آئي متبادل نشي ګرځېدے ۔چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي پخوانو حكومتونو هېواد په قرضونو كښې ډوب كړے٬ 55 اربه ډالره قرض بېرته ستنول دي٬د نواز ګرانو لوظ نامو په سبب د برېښنا بيعه زياته شوې٬عمران خان د وفاق ليډر دے٬د(ن)ليګ٬پي پي پي٬جے يو آئي ليډر شپ خپل كوم قد نشته٬ ځينې عناصر په عمران خان تنقيد سره د خپل قد لوړوي ٬تحريك انصاف قامي ګوند دے٬ د جے يو آئي غوندې ګوندونه د پي ټي آئي متبادل نشي ګرځېدے٬كوم خلق چې د مېرمنو د حقونو په ضد وي٬په مذهبي توګه د متشدد پالېسۍ پلوي وي٬ د هغوي اقتدار ترلاسه كول كومې هم ټولنې لپاره د ډاډ وړ نه ده٬د مولانا فضل الرحمان په اقتدار كښې راتلل به بدمرغي وي٬د آصف علي زرداري د خبرو څخه مايوسي څاڅي ٬كه زرداري سره ډېل شوے وې نو هغه به په جلسو كښې داسې خبرې نه كولې٬٬نن د هېواد معاشي اشاريې مثبتې دي٬ د ټېكسټائل سېكټر 30 فيصد وده موندې٬د ګاډو خرڅېدل زيات شوي ٬د ټولو فصلونو رېكارډ پیداوار تر لاسه شوے٬ پاكستان د كورونا په ښه ډول مقابله كړې٬په ويكسينېشن كښې پاكستان د نړۍ د نورو هېوادونو څخه وړاندې دے٬په ټولو ټاكنو كښې به د اي وي اېم كارولو لپاره الېكشن كمېشن ته هر ممكنه مرسته وركوو٬د وفاقي وزيرانو پلاوې به چيف الېكشن كمشنر سره ملاقات كوي٬وفاقي كابينې د اليكشن ايكټ 2017 سېكشن 122 (6)كښې د بدلون٬ د خزانې وزارت په وړاندېز د انسټي ټيوټ آف چارټرډ اكاؤنټنټس آف پاكستان كونسل د سركاري نامزدګو او د اسلام آباد پوليس ايكټ 2021 مجوزه مسودې منظوري وركړې او د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 16 او 17 دسمبر 2021 په غونډو كښې د شوو پريكړو ئې توثيق كړے۔د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل وفاقي كابينې خارجه وزارت ته د افغانستان صورتحال په اړه د او آئي سي خاص غونډې په كاميابۍ پېرزوئنې وړاندې كړي ۔د او آئي سي خارجه وزيرانو د غونډې د لارې پاكستان د افغانستان په اړه خپل نكته نظر تر نړۍ رسولے ٬راتلونكې كال مارچ كښې به د او آئي سي فارمل سېشن هم په پاكستان كښې كېږي۔ده ووئيل وفاقي كابينې د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير او آئي ټي وفاقي وزير ته وئيلي دي چې د اي وي اېم په اړه چيف الېكشن كمشنر سره ملاقات وكړي۔كابينې په دې خبره زور راوړے چې د اليكټرانك ووټنګ مشينونو اخستل د الېكشن كمېشن ذمه واري ده۔كابينې ته د اليكټرانك ووټنګ مشينونو تر ټولو پولنك سټېشنونو ترسيل٬استعمال او د عملې ټريننګ په اړه په شيډول تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د الېكشن كمېشن لخوا د اسلام آباد بلدياتي ټاكنو لپاره د 3900 نه 4000 اليكټرانك ووټنګ مشينونو كښې د مرستې وئېلې شوي٬الېكشن كمېشن سره به په دې لړ كښې هر ډول مرسته كولې شي۔ده ووئيل چې الېكشن كمېشن دې په اړه ټينډر جاري كړې دغسې چې اي وي اېم واخستلې شي او راتلونكې ټاكنې په اي وي اېم وكړې شي۔ده ووئيل په پاكستان كښې دا مهال ټولې اقتصادي اشاري مثبتې دي٬د هېواد په معاشي صورتحال كښې په ښكاره توګه استحكام تر نظره كېږي۔ده ووئيل يوازې سږ كال به مونږ له 12.27 بلين ډالر قرضه بېرته وركول دي٬ په كال 2023 كښې به هم 12.5 ارب ډالره قرضه بېرته وركول وي٬دا قرضه نواز شريف او زرداري اخستې ده٬ مونږ به په مجموعي توګه 55 ارب ډالره قرض بېرته وركول دي۔ده ووئيل په انكم ټېكس كښې 31 فيصد اضافه شوې٬د ټولو فصلونو رېكارډ پېداوار تر لاسه شوے ٬ دې څخه په معيشت كښې د ګروته اندازه لګېدې شي۔ده ووئيل په ويكسين راغوښتلو ډېره لويه خرچه راځي٬پاكستان په ويكسين كښې د نورو هېوادونو څخه وړاندې دے ٬پاكستان چې كوم ډول د كورونا په ضد هڅې كړي٬د دې هېڅ مقابله نشته۔ده ووئيل مونږ 134 اربه روپۍ آئي پي پيز ته ادا كړي٬دا ادائيګي د شهباز شريف او نواز شريف په دور كښې د شوو سودونو په سبب شوې٬هغوي په درآمد شوو تېلو ګران پلانټس لګولي چې په نتيجه كښې يې نن د برېښنا بيعه ګرانه ده۔ده ووئيل د پومبې په فصل كښې 19.5 فيصد اضافه شوې٬ 8.5 ګېِډې به پېدا كولې شي٬ د وريژو 8.8 ملين ټنه پیداوار راغلے كوم چې د پاكستان په تاريخ كښې تر ټولو زيات دے ۔ ده ووئېل د ګنو فصل 88.1 ملين ټنه پېداوار شوے ٬دا هم د پاكستان په تاريخ كښې تر ټولو زيات پیداوار دے۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل وفاقي كابينې په اليكشن ايكټ 2017 كښې په سېكشن 122(6)كښې د تراميم كولو اصولي منظوري وركړې۔دا تراميم د سترې محكمې د پريكړو په رڼا كښې شوي د تراميم مسوده به د كابينې د قانون كمېټۍ ته وړاندې كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم د او آئي سي په غونډه كښې د كشمير مسئله پورته كړې٬د او آئي سي غونډه به د مارچ په مياشت كښې كېږي چې پكښې به كشمير لازمي برخه وي۔ده ووئيل د تېرو 2 اونيو په مهال د يوريا بيعه كمه شوې ٬د يوريا يوې بورۍ بيعه د 1863 نه 1842 روپو ته راغلې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ځينې عناصر په عمران خان تنقيد سره د خپل قد لوړولو هڅه كوي٬تحريك انصاف قامي ګوند دے٬ د جے يو آئي پشان ګوندونه د پي ټي آئي متبادل نشي كېدے٬كوم خلك چې د مېرمنو د حقونو په ضد وي٬په مذهبي توګه د متشدد پالېسۍ پلوي وي٬ هغوي ته اقتدار ترلاسه كېدل كومې هم ټولنې لپاره د ډاډ وړ نه ده٬د مولانا فضل الرحمان به په اقتدار كښې راتلل بدقسمتي وي۔ده ووئيل د مريم نواز نوې ټېپ هم چلېږي٬د آصف علي زرداري د اوسني بيان په اړه د پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د آصف علي زرداري د خبرو څخه مايوسي ښكاري٬كه زرداري سره ډېل شوے وي نو هغه به په جلسو كښې داسې خبرې نه كولې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د برېښنا په بيعه كښې اضافه نه ده شوې٬د يوې مياشتې فيول اېډجسټمنټ چارجز د اكتوبر په بلونو كښې شامل شوي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں