اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي)د امريكې د خارجه چارو وزير انټوني بلنكن د پاكستان مننه كولو سره وئېلي دي په اسلام آباد كښې د افغانستان په اړه د اسلامي مرستې تنظيم غېر معمولي غونډه زمونږ د شريك عزم مثال دے۔د شورو په ورځ په خپل ټوېټ كښې انټوني بلنكن ووئيل مونږ په دې مهمه غونډه كولو او د افغان اولس مرستې لپاره په نړيواله ورورولۍ رابللو د پاكستان مننه كوو۔