پېنډۍ 22 دسمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د بحرېن رائل نيول فورس کمانډر ريئر اېډمرل محمد يوسف العصام په جي اېچ كيو كښې ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ د افغانستان په موجوده امنيتي وضعه٬ د دفاع او امنيت په څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر ووئيل پاكستان د دوه اړخيزه روابطو روايت په ځائ د ساتلو خواهش لري او بحرين سره د اوږدې مودې او کثير المقاصد تل پاتې اړيكې غواړي۔ ده د افغانستان په اړه د نړيوال اتحاد په ضرورت او د بشري بحران لاره نيولو لپاره د مخلصانه هڅو په ضرورت زور راوړو۔ ده په افغانستان كښې امن او د روغې جوړې د اقداماتو په اهميت هم زور رواړو۔ د بحرېن رائل نيول فورس کمانډر د پاکستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي پوهې اعتراف كولو سره په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو د عزم څرګندونه وكړه۔ ده په افغان صورتحال كښې د پاكستان كردار، بارډر مينجمنټ لپاره په خاص هڅو كولو او سيمه ايز استحكام كښې د كردار هم ستائنه وكړه