مولانا فضل الرحمان بايد د زړه د كومي د اسلامي نړۍ د هغه لارښود هم مننه وكړي چا چې د نبي كريمۖ د شان اقدس او حرمت مدعا ګردې نړۍ په وړاندې اېښودې۔ د چوهدري فواد حسېن د مولانا فضل الرحمان په ټويټ غبرګون

image

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي مولانا فضل الرحمان بايد د زړه د كومي د اسلامي نړۍ د هغه لارښود هم مننه وكړي چا چې د نبي كريمۖ د شان اقدس او حرمت مدعا د ګردې نړۍ په وړاندې اېښودې۔ ۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ د مولانا فضل الرحمان د ټويټ په ځواب كښې خپل ټويټ كښې كرې۔ ده ووئيل نن د ولادي مير پوټن غوندې نړيوال مشر عمران خان ته د دې هلو ځلو په نتيجه كښې په دې مسئله غوره رائے وركوي٬مولانا فضل الرحمان خپل ټويټ كښې پيوټن ته په دې بيان پېرزوئنې وړاندې كړې په كوم كښې چې ھغه وئيلي دي د نبي کريمۖ په شان اقدس كښې ګستاخي د رائے د اظهار آزادي يا د فن اظهار نه دے، دا د اسلامي نړۍ د هغه موقف تائيد دے چې د حضرت محمدۖ حرمت او تقدس آفاقي دے۔ د يادونې وړ ده وزيراعظم عمران خان د اسلامو فوبيا په ضد ګرده نړۍ كښې د اسلامي نړۍ مقدمه وړاندې كړې٬ په پاکستان كښې رحمت اللعالمين اتھارټي جوړه كړې شوې٬ تحفظ ناموس رسالتۖ لپاره اقدامات شوي٬ ده ووئېل كله چې وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو پشمول په نړيوالو فورمونو د اسلامو فوبيا په ضد مقدمه كوله نو مخالفينو وئيل په تقريرونو هيڅ نه كېږي؟ نن په نړيوالو ايوانونو كښې د اسلامو فوبيا په ضد غږ د هغه تقريرونو تصديق كوي

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں