د وزيراعظم وياند او خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل د شاهد خاقان عباسي او مريم اورنګزېب په بيانونو غبرګون

image

اسلام آباد۔27 دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي كرپشن كوؤنكي پرله پسې د معيشت په اړه ناكامه پروپېګنډې كوي ٬ نااهل ليګ د معيشت بېړه چپه كړی ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د شاهد خاقان عباسي او د مريم اونګزېب په بيانونو خپل غبرګون كښې وكړه۔ ده ووئيل نااهل مياں خساره او ډوبېدونكے معيشت راته په ميراث كښې پرېښودے٬ د معيشت جعلي افلاطون مفرور ډار پاكستان ګاڼه كړے۔ ده ووئيل ذاتي معيشت بچ كولو له د هېواد معيشت له مينځه وړونكي د ګرانۍ ذمه وار دي۔ ده ووئيل د درباريانو هلې ځلې مفرور مياں لپاره د آسانيو راپېدا كولو ناكامه هڅو نه زياتې هېڅ نه دي٬ ده ووئيل د تحريك انصاف مخنيوي لپاره ناكامه هڅې شوي٬ ده زياته كړه چې د عمران خان لاره نيول د كرپټ اشرافيه د وس خبره نه ده

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں