پاکستان امريكې سره د دوه اړخيزه او پراخه اړيكو خوښي لري۔ د خارجه وزير امريکې لپاره د پاکستان نومولي سفير سره خبرې

image
APP33-090222 ISLAMABAD: February 09 - Pakistan's Ambassador Designate for the US Sardar Masood Khan called on Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi at the Ministry of Foreign Affairs. APP

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان امريكې سره دوه اړخيزه اړيكو٬ په پراخه بنياد او ګڼ اړخيزه اړيكو له خوښي لري۔ ده دا خبرې امريكې لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير سفير سردار مسعود خان سره په خبرو كښې وكړې چې چا وفاقي وزير سره د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات كولو۔ خارجه وزير په امريكا كښې د سفير په توګه په نامزدګۍ سردار مسعود خان له مباركي وركولو سره ووئيل پاکستان امريكې سره دوه اړخيزه اړيكو٬ په پراخه بنياد او ګڼ اړخيزه اړيكو له خوښي لري۔ ده ووئيل پاکستان معاشي استحکام لپاره حکومت جغرافيائي او په اقتصادي ترجيحاتي تګلاره روان دے٬ ضرورت د دې خبرې دے چې د نړۍ پام پاکستان كښې د سرمايه کارۍ پراخه موقو پلو راګرځولې شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل هيله لرو چې ستاسو غوندې پراخه تجربه لرونكې او د منلي شوي سفير تعيناتۍ سره به د پاك امريكې اړيكې لا مستحكمې شي۔ په دې موقع سردار مسعود خان د خارجه وزير مننه كولو سره ووئيل ستاسو په هداياتو به عملدرامد باوري كولے شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں