د نيوزي لينډ٬مېكسيكو٬ګهانا او يوګنډا سفيرانو صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ته اسناد وړاندې كړل٬پاكستان 220 ملين آبادۍ لري او د تجارت او سرمايه كارۍ بې شمېره امكانات لرونكې هېواد دے۔ د صدر مملكت سفيرانو سره خبرې

image
APP25-110222 ISLAMABAD: February 11 - The newly appointed Non-Resident Envoys of New Zealand, Uganda, Mexico and Ghana, presenting their credentials to President Dr Arif Alvi, at Aiwan-E-Sadr. APP

اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د نيوزي لينډ٬مېكسيكو٬ګهانا او يوګنډا سفيرانو صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ته اسناد وړاندې كړي۔ په دې لړ كښې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې يوه دستوره وشوه۔ د دې نه پس د نيوزي لينډ هائي كمشنر مائيكل ويهي ميليسټونګاوالش٬د يوګنډا هائي كمشنر محمد تيز يكوبا كسمبير٬د مېكسيكو سفير ګيلرمو اليچنډرو پيوينټے او د ډوريكا او ګهانا سفيرانو ايرك اووسابوټينګ صدر مملكت سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ په دې موقع په خبرو كښې صدر مملكت ووئيل چې پاكستان 220 ملين آبادۍ لري او د تجارت او سرمايه كارۍ بې شمېره امكانات لرونكې هېواد دے۔ده د نيوزي لينډ٬مېكسيكو٬ګهانا او يوګنډا سره اقتصادي او تجارتي اړيكې پراخا كولو او مضبوط جوړولو ضرورت رامخې ته كړو۔ده سفيرانو ته ووئيل چې هغوي د خپلو هېوادونو سوداګرو ته د كاروبار دوست ماحول څخه ګټه پورته كولو او په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو ترغيب وركړي۔سفيرانو ته په تقررۍ مباركي وركولو سره صدر مملكت هيله څرګنده كړه چې هغوي به پاكستان سره په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا پراخا كولو لپاره هڅې وكړي۔ده دوست هېوادونو سره دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده وركولو لپاره عوامي رابطو ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړو۔صدر مملكت دوست هېوادونو سره د مرستې په موجوده كچه د اطمينان څرګندونه وكړه او نوې تعينات سفيرانو لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں