نړيوال طاقتونه دې د افغانستان د صورتحال په سنګينې ځان پوهه كړي او په دې لړ كښې دې خپل كردار ترسره كړي. د خزانې سلاكار شوكت ترين

image

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولاتو سلاكار شوكت ترين وئيلي دي چې د دې خبرې سخت ضرورت دے چې نړۍ د افغانستان د خلقو مرسته وكړي، پاكستان افغان اولس سره د انساني مرستې هر ډول ممكنه هڅې كوي. د اتوار په ورځ د رېډيو پاكستان په كرنټ افيئر پروګرام كښې ده ووئيل چې اوس وخت راغلے چې نړيوال طاقتونه د افغانستان په صورتحال ځان پوهه كړي او په دې لړ كښې فعاله كردار ترسره كړي. ده ووئيل چې نړۍ دې په افغانستان كسې د انساني بحران مخ نيوي لپاره موثر كردار ترسره كړي، د پرمختګ معاملې به بيا كتلې شي. ده ووئيل چې په افغانستان مالي بندېزونه د عمل وړ د حل په لار كښې بنيادي خنډونه دي، بايد نړۍ په سمدستي توګه په افغانستان بندېزونه ختم كړي چې دغسې د افغان اولس د ستونزو په حل كښې مرسته وشي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں