خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي سره د برتانيې د هاٶس آف كامنز ډپټي ليډر آف اپوزيشن انجيلا رېنر وليدل

image

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي سره د برتانيې د هاٶس آف كامنز ډپټي ليډر آف اپوزيشن انجيلا رېنر د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع پاكستاني نژاد د برتانيې لارښود لارډ واجد خان هم دوي سره ملكرے و ؤ ۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او برتانيې ترمېنځه د دوستۍ د ژورو اړيكو لا قوي كولو كښې په برتانيه كښې مېشته 16 لكه نه د زياتو پاكستانيانو كردار د اهميت وړ دے۔ په دې موقع خارجه وزير په ستمبر كښې د برتانيې د خپلې دورې حواله وركولو سره ووئيل خارجه سېكرټري لز ټرس او نورو مشرانو سره زما ګټور ملاقاتونه شوي ۔ خارجه وزير د كشمير كشالې پحقله د لېبر پارټۍ د اصولي موقف ستائنه كولو سره ووئيل په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هند يو اړخيزه اقدامات د نړيوال قوانين بيخي خلاف ورزي ده۔ خارجه وزير ووئيل نړيوالې او د بشري حقونو خلاف ورزۍ او د پاكستان او هند ترمېنځه دوه اړخيزه چارې نشي رامينځ ته كېدې، هيله لرو چې تاسو به د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو معامله په هاٶس اف كامنز او نورو اړوندو فورمونو پورته كړې ۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل پاكستان برتانيې سره اړيكې لا لوړې كچې ته د رسولو خواهش لري، د پاکستان لخوا د مني لانډرنګ مخنيوي مېكنزم او د ترهګرۍ د مالي معاونت لاره نيولو لپاره د سختو قانوني اقداماتو تسليمولو نه پس پاكستان د اېف اے ټي اېف په ګرے لسټ كښې ساتل بعيد از قياس نه دے۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل راتلونكي كال كښې به د دواړو هېوادونو د اړيكو 75م سالګره د پاكستان جوړېدو 75 كاله بشپړېدو دستورو سره لمانځلې شي۔ ده ووئېل پاکستان د دسمبر په 19مه نيټه په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د غېر معمولي غونډې كوربتوب كړے چې پكښې د افغانستان رامخې ته كېدونكې انساني الميې او د سنګين معاشي صورتحال مخنيوي لپاره په اقداماتو رڼا اچولې شوې۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل په افغانستان كښې په انساني بحران قابو موندلو او د وګړو معاونت لپاره اقداما په اړه دا غونډه د نتيجې وړ وه۔ ده ووئېل افغانانو ته د ورمخې ته ستونزو ازالې لپاره د برتانيې پشمول نړيوالې ورورولۍ له راوړاندې كېدل پكار دي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں