اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل لخوا د قرارداد 2615 متفقه منظورۍ هركلے كړے چې پكښې توثيق شوې چې د افغانستان اولس له په بشري بنيادونو او د نور نوعيت مرستې وركړه د سلامتي كونسل د بندېزونو خلاف ورزي نه ده ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل دا قرارداد په يو مهم وخت راغلے كوم څخه چې د نړيوالې ورورولۍ لخوا په بېړني بنيادونو د افغان اولس د مرستې د احساس عكاسي كېږي كوم چې د لسيزو روانې شخړې په سوب زيات ځپلے شوے۔د دې خبرې غمازي د “او آئي سي”خارجه وزيرانو د كونسل 17مه غېر معمولي غونډه كښې په متفقه توګه منظور شوي قرارداد څخه هم كېږي د كومې چې تېره اونۍ پاكستان كوربتوب كړے ؤ ۔ ده ووئېل د پاكستان په مشرۍ كښې د “او آئي سي”خارجه وزيرانو د كونسل(سي اېف اېف)په غونډه كښې په دې خبره زور راوړلے شوے ؤ چې افغانستان ته دې په بشري بنيادونو هر ممكنه لكه د بحالۍ ٬ بيا رغونې٬ د پرمختګ پشمول تكنيكي او مادي مرسته وركړی شي۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل منظور قرارداد په سخت ضرورت كښې سترګې په لار د افغانستان اولس مرستې لپاره مهم اقدام دے۔ وياند ووئېل “او آئي سي”غوښتنه كړی چې افغان معيشت ژوندے كولو او په سمه توګه د افغان اولس كنګل كړې شته منو بحالۍ لپاره دې لارې ولټولې شي۔دا امر د ذكر وړ دے چې وزيراعظم عمران خان د “او آئي سي”خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې په كليدي خطاب كښې وئېلي وو چې د نړيوالې ورورولۍ لخوا د افغانستان اولس ته په بشري بنيادونو ضروري مرسته او نور معاونت وركولو په لار كښې بندېزونه خنډان جوړېدل نه دي پكار۔ ده ووئېل پاكستان هيله لري چې نړيواله ورورولي به په خاص توګه عطيات وركونكي هېوادونه٬د ملګرو ملتونو ادارې٬په بشري بنيادونو مرسته كوونكي تنظيمونه او نړيوالې مالياتي او د بېړنۍ مرستې ادارې د افغانستان اولس ممكنه مرسته كولو لپاره به په تندۍ او عزم سره كردار ادا كړي۔