د او آئي سي په غېر معمولي غونډه كښې د كشمير په اړه د زړور دريځ په وړاندې كولو وزيراعظم عمران خان ته مباركي وركوؤ۔ د آزاد كشمير وزيراعظم عبد القيوم نيازي

image

اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم سردار عبد القيوم نيازي وئيلي دي د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل په غېر معمولي غونډه كښې د كشمير په اړه د زړور دريځ په وړاندې كولو وزيراعظم عمران خان ته مباركي وركوؤ ٬ د راروان كال او آئي سي غونډه كښې د كشمير مسئله په زړه پورې ډول پورته كولو له به د اوس نه منصوبه بندي كوؤ۔ د ګل په ورځ په كشمير هاؤس كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د او آئی سی خارجه وزيرانو كونسل په 17 مه غونډه كښې د بېلو نړيوالو ادارو مشران هم موجود وو ٬ دې كنفرنس ته زه په خاص توګه بللې شوې ووم۔ د غونډې په اړه ميډيا ته د څو څيزونو په اړه بايد ووئيلې شي ٬ په دغه غونډه كښې په كشمير د خبرې نه كولو ووئيلې شؤ ولې په كشمير د پاكستان وزيراعظم زړور دريځ خپل كړو۔ هغه ووئيل د بشري حقونو معامله چې چرته هم وي دغلته بايد د كشمير خبره وكړې شي۔ ما په افغانستان د پارليمنټ ان كېمره غونډه كښې هم په كشمير د پارليمان خصوصي غونډې رابللو غوښتنه وكړه۔ د بده مرغه د كشمير په شخړه ملګري ملتونه خپل قراردادونه عمل كوؤنكې نه ښكاري او دغه حال د او آئي سي هم دے۔ وزيراعظم په دغه غېر معمولي غونډه كښې د افغانستان په اړه خپل كوټلې دريځ وړاندې كولو سره سره په كشمير او فلسطين هم خبره وكړه٬ مونږ د هغه مننه كوؤ۔ هغه ووئيل كه افغانستان كښې خلك د لوږې نه مري نو په كشمير كښې په ګولو مري۔ هغه ووئيل د پاكستان وزيراعظم په دې اړه خپل هدفونه ترلاسه كړي دي ٬ دا يوه كاميابي ده كومه چې پاكستان ترلاسه كړه۔ هغه ووئيل څوك چې دا وائي چې پاكستان ځانله شوې دې نو هغوي لپاره دا غونډه يو فعال ځواب دې چې پاكستان په نړۍ كښې يوازې نه دې۔ هغه ووئيل كشميري اولس ته د نړيوالې ورورلۍ ملاتړ ترلاسه دې ٬ دوئي لپاره بشپړ غږ عمران خان پورته كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د او آئی سی د راروان كال اسلام آباد كښی كېدونكې غونډه كښې د كشمير مسئله په ډاګه كولو له به د اوس نه منصوبه بندي كوؤ۔ هغه ووئيل د كشمير د ټولو اكائيانو د مسئلو يوازينې حل دغلته رائې شماري كول دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں