پېنډۍ۔27 فروری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار به پېنډۍ كښې د ګورنمنټ ډګري كالج فار وېمن باضابطه پرانسته د مارچ په 4 مه نېټه كوي۔ ګورنمنټ ډګری کالج فار وېمن د ډھوك دلال متروكه وقف املاك لخوا په وقف كړې شوې څلور كناله زمكه جوړولې شي۔ كالج جوړولو لپاره 100 ملينه روپۍ د پنجاب حكومت مخكښې وركړې دي او د نورو 88 ملین روپو ډيمانډ لېږلې شوې دې كوم به چې ډېر زر ريليز كړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د مېرمنو زده كړو ته وده وركولو ته مو خاص پاملرنه كړې ده۔ په پېنډۍ كښې مو 60 تعليمي ادارې جوړ كړې ٬ د بې وزلو په كليو كښی سركاري سكولونه او كالجونه اپ ګرېډ كولې شي۔ هغه ووئيل كله چې زه سياست ته راغلم نو د مېرمنو د زده كړو حوالې سره پېنډۍ په 37 لمبر وه كومه چې نن اولني لمبر ته راغلې ده۔ هغه ووئيل په كوم ښار كښې چې لوستې لور وي د نړۍ كوم قوت هم ورته ماتې وركولې نه شي