د پاكستان د اسرائيل غاصبانه قبضې په ختمولو زور٬د فلسطينيانو د حقونو په ځاې ساتلو غوښتنه

image

اسلام آباد 04 اكتوبر(اے پي پي)خارجه سېكترې آمنه بلوچ د فلسطين په اړه د پاكستان د كوټلي دريځ توثيق كولو سره د اسرائيل د غېر قانوني قبضې په سمدستي توګه ختمولو غوښتنه كړې ده۔ دې په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې هغه دې د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو بشري حقونو كونسل(يو اېن اېچ سي آر)كښې د بحث په مهال د فلسطينيانو حقونه په ځايې وساتي۔ مقبوضه فلسطين كښې د بشري حقونو په صورتحال د يو اېن اېچ اېچ آر مباحثې ته خپله وينا كښې خارجه سېكترې آمنه بلوچ د نړيوال قانون د فوري ضرورت اهميت سره اړوند د پاكستان مستقل دريځ وړاندې كړو٬په خاص توګه داسې وخت كښې كله چې سيمه ايز امن او سلامتيا ته زياتې خطرې پېښې دي۔ دې په دې خبره زور راوړو چې ټول بشري حقونه حق خود اراديت څخه وځي كوم چې د ملګرو ملتونو چارټر او د نړيوال بشري حقونو په قانون كښې درج دي۔ دې ووئيل چې د اسرائيل غېر قانوني قبضه ختمول پكار دي او د نسل كشۍ او نسل پرستۍ مخ نيوي لپاره د فلسطيني اولس د حق خود اراديت احساس كول پكار دي۔خارجه سېكترې د كال 1967 څخه وړاندې په پولو مشتمل د يو عمل وړ٬خپلواكه او متصل فلسطيني رياست لپاره د پاكستان د پرله پسې ملاتړ پخلې وكړو د كوم پايه تخت چې القدس شريف وي۔

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں