حسن ابدال 06 نومبر (اے پي پي) وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د حسن ابدال رېلوے سټېشن اپ ګرېډېشن كښې ځائي وسائل كارولے شوي٬ د ننكانه صاحب رېلوے ستېشن منصوبه به سږ كال بشپړه شي٬ د حسن ابدال په رېلوے سټېشن به د سكھ ياتريانو لپاره مېلمستون هم جورولے شي۔ د جمعې په ورځ د حسن ابدال رېلوے سټېشن اپ ګرېډېشن پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل په اېم اېل ون منصوبه كښې به 90 فيصده فنډز د چين حكومت او په منصوبه كښې به 90 فيصده مزدوران د پاكستان وي٬ په دې مياشت كښې به ټېنډر اوشي ژ٬ده ووئېل د د رېلوے د مزدورانو ټيكنيكل الاٶنس زيات شوے خو د كرونا په سوب د رېلوے نظام هم ځپلے شوے ٬ د صنعتونو د برېښنا بيعه كمول د حكومت مهمه كارنامه ده۔ ده ووئيل د عمران خان په مشرۍ كښې به د معيشت په ټولو چېلنجونو قابو وموم