پاكستان د اقليتونو غېر محفوظ كېدو او د ترهګرۍ پحقله د هند بې بنسټه تورونه رد كړل

image

اسلام آباد۔ 13نومبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند پاكستان كښې د اقليتونو غېر محفوظ كېدو او د ترهګرۍ پحقله د هند بې بنسټه تورونه رد كولو سره وئيلي دي هند خپل هېواد كښې د اقليتونو په ضد روان ناروا سلوك او ترهګرۍ نه پام بلخوا ګرځول غواړي۔ د جمعې په ورځ وياند د هند د خارجه وزارت په بې بنسټه تورونو خپل كلك غبرګون ښودلو سره ووئيل هند د دروغو او بې بنسټه تورونو لګولو سره مقبوضه جمو وكشمير كښې د رياستي ترهګرۍ او د خپلو اقليتونو په ضد روان ناروا سلوك څخه د نرۍ پام بل پلو ګرځولو كښې كاميابېدے نه شي۔ بلكې دې سره به د يو ذمه وار هېواد په حېث د هند وقار ته لا زيان ورسيږي ۔ وياند په هند زور راوړو چې هغوي د ترهګرۍ د يوې رياستي پالېسۍ په توګه د كارولو نه منع شي۔ هند دې مقبوضه كشمير كښې د كشميري اولس د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ بندې او د خپلو وګړو حقونو تحفظ له كوټلي ګامونه پورته كړي۔ ده زياته كړه چې د كشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې حل كړې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں