د امنيتي ځواكونو په شمالي وزيرستان كښې د فتنه الخوارج په ضد كارروائي ٬ 6 ترهګر ووژل شول ٬ د ډزو په تبادله كښې د لېفټېنټ كرنل په شمول 6 ځوانان شهيدان

image

پېنډۍ ۔5 اکتوبر(اے پی پی) د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه كښې امنيتي ځواكونو د فتنه الخوارج په ضد كارروائي كولو سره 6 ترهګر ووژل ٬ د ډزو په تبادله كښې د لېفټېنټ كرنل په شمول 6 ځوانان شهيدان شول ۔ د خالي په ور د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت د ترھګرو په ضد د خپلو ډلو مشري كوله۔ د امنيتي ځواكونو او فتنه الخوارج ترمينځه د سختو ډزو تبادله وشوه چې په نتيجه كښې يۍ 6 ترهګر ووژلې شوو او د لېفټېننټ کرنل په شمول 6 ځوانانو د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ د آئي اېس پي آر له مخې په سيمه كښې سرچ آپرېشن روان دے۔ امنيتي ځواكونه پاكستان څخه د ترهګرۍ لعنت ختمولو عزم لري۔ ده ووئيل زمونږ د مېړنو اهلكارو قربانۍ زمونږ عزم لا مضبوطوي۔ د آئی اېس پی آر له مخې د شهيد لېفټیننټ کرنل محمد علی شوکت تعلق فېصل آباد سره دے۔ په شهيد شويو كښې لانس نائیک محمداللہ، لانس نائیک اختر زمان، لانس نائیک شاهد اللہ، لانس نائیک یوسف علی او سپاهی جمیل احمد شامل دے۔

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں