د هاٶسنګ منصوبو په ټاكلې موده كښې بشپړولو ته دې خاص پاملرنه وكړې شي۔ د وزيراعظم عمران خان هاٶسنګ٬ تعميرات او ډوېلپمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ اوونيزې غونډه كښې سپارښتنه

image

اسلام آباد 21 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د هاٶسنګ منصوبو په ټاكلې موده كښې بشپړولو ته دې خاص پاملرنه وكړې شي دغسې چې عام اولس لپاره ذاتي او په كم لګښت كور وركول ممكن شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د هاٶسنګ٬ تعميرات او ډوېلپمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ اوونيزې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په دې موقع د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن ليفټېننټ جنرل (ر) انور علي حېدر هاٶسنګ ٬ تعميرات او د ډوېلپمنټ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ فورم څخه د ټيکس مراعات، بېنګ فنانسنګ، مارك اپ سبسډي، سهولت کاري رجيم او د فورکلوزر قوانين په لړ كښې د ډاډ وړ په رامخې ته شوو نتيجو بريفنګ وركړو او د حكومتي او نجي څانګې د هاٶسنګ تعميراتي منصوبو كښې تر اوسه د شوي پېشرفت نه ئې ګډون كوٶنكي خبر كړل۔ د هاٶسنګ سېکرټري غونډې ته بريفنګ وركړو چې سږ كال به د 660 اربه روپو تعميراتي منصوبې پېل كوٶ٬ ده په هېواد كښې د ارزان او د كم لګښت هاٶسنګ منصوبو د پېشرفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د سېټېټ بېنك ګورنر د هاٶسنګ فنانس پحقله په ټاكلو هدفونو كښې د توقع نه په زياتو كاميابو هم ګډون كوٶنكې خبر كړل۔ ده ووئيل د سټېټ بېنك لخوا اولس ته بېنكونو څخه كورونو جوړولو لپاره د قرض وركولو آسانۍ او د شكايتونو ازالې لپاره د سټېټ بېنك آن لائن پورټل جوړ كړے شوے د كوم پېل چې به په راتلونكې اوونۍ كښې وكړے شي او دې پورټل جوړېدو په سبب به اولس ته بېنكونو څخه د قرض په ترلاسه كولو كښې د رامخې ته ستونزو او تاخير خاتمه ممكن شي٬ په دې لړ كښې سټېټ بېنك 16 رېجنل دفترو كښې د اولس سهولت لپاره خاص كاٶنټرز جوړ كړي٬ د پورټل د لارې د بېنكونو ريجنل فوكل پرسنز او د سټېټ بېنك چيف مېنجرز په درخواستونو د عملدرامد مانيټرنګ كولو سره د قرض په وركولو كښې رامخې ته خنډان به په ترجيحي بنيادونو لرې كولې شي٬ د دې نه علاوه قرض ترلاسه كولو پحقله د اولس ګيلې اورېدو لپاره به هم په ترجيحي بنيادونو اقدامات كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان د سټېټ بېنك لخوا د آن لائن پورټل جوړولو ډاډګيرنه كولو سره ووئيل د دې اقدام په سبب به عام كس ته كور جوړولو لپاره قرض ترلاسه كولو كښې آسانۍ ممكن شي۔ وزيراعظم عمران خان د هاوسنګ په منصوبو كښې د پېشرفت پحقله ووئيل د دې منصوبو په ټاكلې موده كښې بشپړولو ته خاص پاملرنه وكړئ دغسې چې اولس ته ذاتي كور په كم لګښت ترلاسه كول ممكن شي۔ وزيراعظم عمران خان اورسيز پاكستانيانو ته هاٶسنګ او د تعميرات په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پحقله د رامخې ته مسئلو او خنډانو په سمدستي توګه لرې كولو لپاره خاص امر هم وكړو۔ د اېل ډي اے وائس چيئرمېن د نيا پاکستان هاوسنګ اينډ ډويلپمنټ اتھارټۍ سره د جوائنټ وينچر له مخې د كم آمدن لرونكې طبقې لپاره د اپارټمنټس سکيم په منصوبه كښې په پېشرفت بريفنګ كښې ګډون كوٶنكي خبر كړل چې دا منصوبه به زر پېل شي٬ د اورسيز پاكستانيانو وزارت لخوا د وركرز ويلفيئر فنډ د استوګنې منصوبو كښې د پېشرفت پحقله برېفنګ وركړو۔ دغسې د خېبر پښتونخوا چيف سېکرټري هم د صوبې په بېلا بېلو ضلعو كښې د كم لګښت كورونو جوړولو په اړه د موجودہ هاٶسنګ سکيمونو او اضافي سائيټس په ډويلپمينټ د پېشرفت نه ګډون كوٶنكي خبر كړل

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں