د جبري بې دركۍ او خبريالانو تحفظ بل به ډېر زر رامخې ته كړے شي۔ د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري د بشري حقونو نړيوالې ورځې په موقع پېغام
اسلام آباد۔10دسمبر(اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت د بشري حقونو په بابله يو شمېر ګامونه پورته كړي۔ د كوچنيانو او مېرمنو ساتنې او د مظلومې طبقې حقونو له ئې كار كړے۔ په كوچنيانو او مېرمنو د تشدد په حقله يو شمېر نوې قانونونه جوړ كړي شوي۔ د جبري بې دركۍ او د خبريالانو تحفظ بل د تيارۍ پړاؤنو نه تېرېږي۔ خلقو كښی به د هغوي د حقونو په اړه شعور بېدارول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزيرې د زيارت په ورځ د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مهال جاري خپل وېډيو پېغام كښې وكړه۔ هغې ووئيل د تحريك انصاف حكومت په كوچنيانو او مېرمنو د تشدد حوالې سره يو شمېر نوې قانونونه جوړ كړي كومو كښې چې په كوچنيانو او مېرمنو د جنسي تشدد په ضد نوے”اېنټی رېپ آرډیننس“ او په كوچنيانو د تشدد په ضد زېنب الرټ قانون شامل دے۔ په پي اېم سټیزن پورټل زبنب الرټ اېپ او نېشنل کمېشن آن دی رائټس آف چائلډ هم جوړ كړے شوے۔ وفاقي وزيرې اولس ته خواست وكړو چې هغوي خپل ذهنيت بدل كړي اوڅوك دې د خپل حق نه محرومه نه كړے شي۔ هغې زياته كړه چې ټولنه به هغه وخت پرمختګ وكړي كله چې حكومت او وګړي په ګډه په آئين عمل كولو له مخ په وړاندې لاړ شي۔