افغان حکومت دې د خپلو كډوالو آباد کارۍ ممكن كړي،څوك چې د پاکستان په ضد كار كوي بايد د هغوي دويم كور افغانستان نه وي۔وفاقی وزیر امیر مقام

image

هری پور 07 دسمبر (اے پي پي) د ریاستی او سرحدی سيمو او کشمیر چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام ووئيل بايد افغان حکومت د خپلو كډوالو آباد کاری ممکن كړي،زمونږ خواهخش دے چې افغان كډوال عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي او هلته تللو سره د پاکستان قدر وكړي،د افغانستان حکومت ذمه واري ده چې افغانستان څخه پاکستان كښې ترهه كري ونه كړې شي او څوك چې هم په پاكستان كښې په دې پېښو كښې ككړ دي هغوي خپل دويم كور افغانستان ونه ګڼي، څوك چې د پاکستان سره مخلص نه دي او د پاكستان په ضد كار كوي بايد د هغوي دويم كور افغانستان نه وي ځكه چې دا هر څه د افغانستان په ګټه نه دي۔ده د خالي په ورځ افغان كډوالو کیمپ لمبر 12 كښې افغان كډوالو او مشرانو ته خطاب کولو۔ وفاقی وزیر انجنئیر امیر مقام ووئيل پاکستان كښې يو ګوند ك وم چې د هېواد په سلامتيا او کیپټل بريد كوي د هغوي په ډلو كښې او بريدونو كښې د افغان كډوالو شرکت د افسوس وړ دے،دا د ټولو فرض دې چې د سوشل میډیا غلط استعمال کونكو ځوانان کنټرول کړي او هغوي ته اوائي چې اینټی پاکستان خبره كوي نو دا به د افغانانو وروڼو سره ښه نه ك وي بلکه زیاتې كوي بايد تاسو ټول دغسې كسان په ګوته كړئ۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکستان تيرو 45 كلونو راهسې د افغان كډوالو كوربتوب كوي،نن هم 30 لکهه افغان كډوال په پاكستان كښې مېشته دي،د پاکستان اولس چرې هم داسې نه دي كړي چې څه پېښه وشي او د پاکستان اولس د افغان كډوالو په ضد ودريږي خو دا د افغان حکومت هم ذمه واري ده چې د خپلو وګړو ستنولو لپاره ګامونه پورته كړي دغسې چې څوك په پاکستان كښې پاتي شوي هغوي عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي۔

مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں