اسلام آباد 27 اکتوبر(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي فارن فنډډ فتنې منلې ده چې هغوي سرلښكر ته تر نامعلومې مودې د پراختيا وئېلې وو٬والدين دې خپل ماشومان او ماشومانې د عمران خان د خوني مارچ نه محفوظ اوساتي۔د زيارت په ورځ د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په بيان خپل غبرګون كښې دې ووئيل عمران خان تاسو څلور كاله كرپشن نه دې كړې٬ډاكې مو اچولې دي۔دې ووئيل هېواد تباهۍ پلو د تللو نه 6 مياشتې وړاندې بچ كړې شو۔الحمد الله۔د اطلاعات وزيرې ووئيل فارن فنډډ فتنه د پوځ تشخص لا ښه كولې نه شي٬يواځې بغاوت او د شهيدانو په ضد كمپائن چلولې شي۔پاكستان تحريك انصاف يواځې فارن فنډډ كرېش كړی۔دې ووئيل كه شهباز شريف او رانا ثناﺀ الله جرائم پېشه وو نو تاسو به په څلور كاله كښې ثابت كړې وو٬د جاسوسۍ اجازه عمران خان پخپله وركړی وه۔دې ووئيل عمران خان په اقتدار كښې د راتللو سره د خپلو نزدې خلكو نه سترګې اړولې وې٬عمران نيازي د آزادې مېډيا نه نه بلكې د دننه څخه يره لرله۔دې ووئيل الېكشن به د آئيني مودې په پوره كولو بل كال كېږي