اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مولانا اسعد محمود د يونيورسل پوسټل يونين (يو پي يو) په بلنه د سوئټزر لېنډ دورې په مهال د يو پي يو ډائريکټر جنرل او مهمو شخصياتو سره ملاقاتونه كړي چې پكښې د اروپائي ائتلاف قيادت په ټول تاريخ كښې د يو پي يو په هلو ځلو كښې د پاكستان د فعاله كردار ستائنه كړې۔ وفاقي وزير مولانا اسد محمود او د پاكستان پوسټ ډائريکټر جنرل رانا حسن اختر په برن ښار كښې د يو پي يو په مركزي دفتر كښې د يونيورسل پوسټل ډائرېكټر جنرل مساهيکو ميټو سره هم ليدلي دي ٬ په دې موقع په سوئټزرلېنډ كښې د پاکستان سفير عامر شوکت هم دوي سره ٶ۔ د دورې په مهال وفاقي وزير د يو پي يو د كونسل آف اېډمنسټرېشن (سي اے) په كلنه عونده كښې هم كړے دے