پېښور 02جنوري (اے پي پي) د ګلګت بلتستان او د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي حكومت د اپوزيشن ګوندونو سره په پےراخه زړه خبرې اترې پېل كړي ٬ يوازې هغه غوښتنې به تر سره كولې شي كومې چې قانوي او آئينې دائره كښې راځي۔ ده ووئېل د پي ټي آئي باني كېسونه د سنګين نوعيت دي ٬ د كومو پرېكړه چې به عدالت كښې كېږي نه چې د خبرو اترو كونكې كمېټۍ د لارې ۔ وفاقي ةوزير دا خبرې په پیښور پرېس كلب كښې ميډيا سره وګرې چرته چې هغه د كلب نوو ټاكلو عهدېدارو له مباركي وركړه۔ده ووئېل عدليه خپلواكه ده ٬ د پي ټي آئي باني د سنګين نوعيت كرپشن كېسونو په لړ كښې په زندان كښې دے ٬ څوك هم د قانون نه بلا نشته ٬ د مسلم ليګ مشرتابه پخپله هم عدالت ته وړاندې كېدلو او د ټرائل كېدو نه بس بري شو۔ ده ووئېل د 2018 په ټول ټاكنو كښې د مسلم ليګ مېنډېټ غلا كړے شو او آر ټي ايس په كېښنولو د پي ټي آئي باني په اقتدار كښې راوستلے شو٬ په هغه وخت اپوزيشن ليډر شهباز شريف د پي ټي آئي قيادت ته د معيشت چارټر او د ترهه ګرۍ د مقابلې كولو وړاندېز وركړے ؤ خو د پي ټي آئي لخوا كوم مثبت ځواب نه ؤ وركړے شوے او د خبرو اترو نه يې ډډه وكړه چې به نتيجه كښې هېواد ديواليه كېدو ته نزدې شو۔ ده ووئېل دا خبره خفګانې ده چې د پي ټي آئي قيادت د خبرو اترو پېل كېدو نه پس هم دړكې وركول پېل كړي۔ په 2014 كښې بې مقصده د 128 ورځو پرلت وهلو غوندې د پي ټي آئي د نومبر 2024 د احتجاج كال هم ناكام ثابت شو۔ ده ووئېل د فاټا ضم كېدو نه پس د ترقۍ ذمه وار صوبائي حكومت دے ٬ په فاټا كښې ترقۍ لپاره پوخ امن ضروري دے ٬ د پیښور په ټاكلو بلدياتي استازو د طاقت كارولو غندنه كولو سره ده ووئېل دې څخه د پي ټي آئي دوه مخيز سياست بې نقابه شوے ٬ بلدياتي استازو د حكومت نه د فنډز او نورو حقونو غوښتلو لپاره احتجاج كولو ٬ د هغوي په خلاف د لاټھي چارج او شيلنګ كول غېر منصفانه عمل دے۔