د صحت قامي ادارې ټانک كښې د پولیو کیس تصدیق، هيواد كښې د کیسز توله شميره 69 ته ورسيده

image

اسلام آباد۔8جنوري (اے پي پي ) د صحت قامي ادارې ټانک كښې د پولیو کیس تصدیق کړے دے چې ورسره ټول هېواد كښې د کیسز شمېره 69 ته رسېدلې ده ۔ د این آئي ایچ چارواكو تر مخه د صحت قامي اداره كښې جوړ د پولیو خاتمس ریجنل ریفرنس لیبارټري په ټانک كښې د پولیو کیس تصدیق کړے دے چې ورسره ګرد هېواد كښې د کیسز ټولهش مېره 69 ته رسېدلې ده ،دې كښې د 27 تعلق د بلوچستان، 21 خیبر پښتونخوا، د 19 سندھ او د يو يو تعلق د پنجاب او اسلام آباد سره دے۔ د چارواكو وېنا ده د دې كال وړومبے د پولیو مخ نيوي كمپائن به د 3 نه تر 9 فرورۍ په ټول هېواد كښې چلولې شي۔ دوي ووئېل مو او پلار ته غږ كوو چې دوي خپلو د 5 كالو نه كم عمره كوچنيانو ته د پوليو من نيوي څاڅكې وركړي او د پولیو ډلو سره مرسته وكړي ۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں