د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر سردار اختر مينګل د قامي اسمبلۍ غړيتوب څخه استعفٰی وركړه

image

اسلام آباد 03 ستمبر(اے پی پی)د بلوچستان نېشنل پارټي مشر سردار اختر مينګل د قامي اسمبلۍ غړيتوب څخه استعفٰی وركړه۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په نامه تحريري استعفٰی كښې ده دريځ اختيار كړو چې زه د بلوچستان په موجوده صورتحال كښې د اسمبلۍ غړے نه شم پاتې كېدے۔زه ګڼم چې د خپلې سيمې د اولس نمائندګي نه شم كولې۔ده سپيكر ته د خپلې استعفٰی د منظورولو استدعا كولو سره د بلوچستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں