اي سي سي د يو لك ميټرك ټن يوريا درآمد کولو منظوري وركړه

image

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) کابينې اقتصادي رابطه کميټۍ د يو لك مېټرك ټن يوريا درامد كولو منظوري وركړې ۔ د اي سي سي غونډه د جمعې په ورځ د خزانې وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسېن، مصدق ملك، سردار اويس لغاري، احد خان چيمه، د سټېټ بېنك ګورنر، د اېس سي پي چيئرمېن ، د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن پلاننګ کميشن، د پاسکو اېم ډي ، د ټي سي پي چيئرمېن ، وفاقي سيکرټريز او د اړوندو ادارو لوړو پورو ګډون وكړو۔ د صنعت او پيداوار وزارت په تجويز اي سي سي د يو لك مېټرك ټن يوريا درامد كولو منظوري وركړه٬ د دې پرېكړې بنيادي مقصد په هېواد كښې د يوريا مناسب مقدار باوري كول او د سرې په بيعه كښې استحكام راوستل دي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں