پاكستان به په 12 ستمبر د ايس سي اوز د تجارت وزيرانو غونډې كوربتوب كوي۔د تجارت وزارت اعلاميه

image

اسلام آباد 11 ستمبر(اے پی پی)پاكستان به د ستمبر په 12مه نيټه د شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او) د تجارت وزيرانو د غونډې كوربتوب كوي۔د شورو په ورځ د تجارت وزارت جاري اعلاميې له مخې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان به د غونډې مشري كوي۔دا د شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو وزيرانو د تجارت 23مه غونډه وي۔د اعلاميې له مخې د اېس سي اوز وزارتي غونډه كښې به د تجارت زياتولو او په اقتصادي خوشحالۍ خبره كېږي۔د تجارت وزارت د غونډې كاميابۍ په اړه ټولې تيارۍ بشپړې كړي۔په غونډه كښې به د اېس سي او هېوادونو ترمينځه د تجارت او پرمختګ په پروژو غور كېږي۔د تجارت وزارت به د وفاقي وزير جام كمال خان په مشرۍ كښې په منطقه كښې اقتصادي مرستې ته ودې وركولو لپاره د غونډې كوربتوب كوي۔په غونډه كښېبه د اېس سي اوز وزيران په منطقه كښې تل پاتي پرمختګ او د تجارت اړيكو په قوي كولو غور كوي ٬ دغسې د وزارتي غونډې په نتيجو به راتلونكي د حكومتي مشرانو كونسل غونډه كښې بحث كولې شي

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں