د بې ګناه ماشومانو ژوند سره لوبې كوونكي درندګان د كوم رعايت مستحق نه دي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير مستونګ كښې د بمي چاودنې غندنه

image

اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مستونګ كښې د سول هسپتال چوك سره نزدې د چاودنې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي ماشومان په نخښه كول د بربريت مظاهره ده ٬د بې ګناه ماشومانو ژوند سره لوبې كوونكي درندګان د كوم رعايت مستحق نه دي۔د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې داخله وزير محسن نقوي د درېو ماشومانو يو پوليس اهلكار په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه ۔داخله وزير محسن نقوي د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه هم وكړه ۔د هغه وينا وه چې د بې ګناه ماشومانو د نخښه كولو د پیښې چې څومره هم غندنه وكړې شي لږه ده۔حكومت د شهيدانو كورنيو سره ولاړ دے۔دغسې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں